رویټرز: طالب مشران به نن د لوی اختر اوربند په اړه پړیکړه وکړي

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي معتبره خبري سرچینه رویټرز لیکي چې، د غزني جګړې سربېره د طالبانو لوړپوړي چارواکي په اوربند فکر کوي او ښايي نن په دې تړاو په لوړه کچه خبرې ترسره کړي.
د سرچینې په لیکنه، طالب چارواکو ویلي تر اوسه د اوربند په تړاو پرېکړه نه ده شوې، خو له ځینې اسلامي هېوادونو سره د اړیکو له امله طالبان په دې تړاو بحث کړي دې.
د طالبانو چارواکو منلې، چې د اختر اوربند په تړاو ځینې اختلافونه شته، خو وروستۍ پرېکړه به د طالبانو مشر هبة الله اخوندزاده کوي.
په ورته وخت کې د طالبانو یو لوړ پوري چارواکي تاییده کړې چې لوي اختر په اړه خبرې روانې دي خود کوچني اختر په څېر د لوی اختر د اوربند په تړاو هم اختلافونه شته، خو د لوی اختر اوربند په تړاو وروستی پرېکړه به د طالبانو مشر ملا هبة الله کوي.
که څه هم طالب او امریکايي چارواکو په قطر کې مخامخ خبرې کړي او ټاکل شوې چې دواړو خواوې د دویم ځل لپاره د لوی اختر د مخه د مرکزي اسیا په یو هېواد کې وګړي خو ولیدل شي چې افغان لوړ پوړې چارواکي په دې هکله څه څرګندونې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments