رویترز: امرالله صالح رسما استعفا ورکړه

comments 0

هندوکش – امریکا: بهرنۍ معتبره سرچینې لیکلي چې ، امرالله صالح د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه نن رسماً استعفا وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې رسنیو ویلي وو چې، د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به امر الله صالح د ولسمشر لومړی مرستیال وي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني به نن یکشنبه یو وار بیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدۍ لپاره له خپلو مرستیالانو سره نوم لیکنه وکړي.
ولسمشر غني مخکې ویلي وو چې محمد سرور دانش به یې په راتلونکو انتخاباتو کې دوهم مرستیال وي.
امرالله صالح څو اوونۍ مخکې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments