رویا رحماني: امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمنه ده

comments 0

هندوکش – امریکا: په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، له ګڼو امریکايي چارواکو سره یې کتلي او دوی ډاډ ورکړی چې امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله همکاریو او ملګرتیا ته ژمنه ده.
د نوموړې په وینا د سولې په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي او امریکا له افغان حکومت سره په همغږۍ په دې برخه کې چټک ګامونه اخلي.
نوموړې د سولې په برخه کې د پاکستان رول هم مهم بللی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان د سولې په مسئله کې رښتینی چلند وکړي او په دې توګه په سیمه کې اقتصادي او سوداګریز پرمختګ ته لار پرانیزي.
فکور نعیمي

Comments