روژه او د طالبانو جګړه/ سید عبدالله پاچا

comments 0

سږ کال افغانان تر بل هر وخت په تمه و چې د روژې مبارکه میاشت کې به طالبانو اوربند وکړي او له جګړې به لاس واخلي.
له طالبانو سږ کال د افغانانو تمه ځکه وه چې دې ډلې له امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو سره اوربند وکړ چې هیڅ ډول برید به پرې نه کوي.
دغه راز د سولې د بین الافغاني خبرو په درشل کې ۵۵۰ طالب زندانیان هم له زندانونو ازاد شول او سولې ته تر بل هر وخت هیلې زیاتې دی.
روژه چې د فضلیت میاشت ده او افغانان پکې تر ډير عبادتونه او خیراتونه کوي، ارام ته ضرورت لري چې له جګړې پرته پکې پشلمی او روژه ماتی وکړي.
د خلکو تمه ځکه بې ځایه نه وه چې طالب، که له امریکا سره اوربند کولی شي، ولې یې افغانانو سره نه شي کولی.
همدا هیله وه چې خلک دې میاشتې ته زیات په تمه و، خو طالب برعکس د خلکو خلاف جګړې ته دوام ورکوي او په زغرده یې رد کړه چې د اوربند غوشتنه معقوله نه ده.
په دې سره افغانانو ته یو ځل بیا روښانه شوه چې دا ډله د افغانانو د وژلو او افغانستان د ورانولو مسوولیت لري او د دې به بدل کې زیات امکانات ترلاسه کوي.
د روژې میاشت کې هر څوک ارام او هوسا ژوند ته اړتیا لري، که جګړه نه وي، روژه ماتې ته خلک دومره وارخطا نه وي، خو جګړه کې بیا نه د چا پشلمي ته زړه شي او نه روژه ماتې ته.
د روژې میاشت کې د طالبانو د جګړې له اعلان سره ښکاري چې دا ډله په سوله او اوربند باور نه لري ، ځکه د دوی کاروبار ورسره خراب کیږی.
د طالبانو وسله وال هم دې میاشت کې ارام ته اړتیا لري، خو دا چې طالبان د اسلام ناسم تبلیغ کوي، دې میاشت کې خپل جنګیالي لا نور جګړې ته هڅوي.
طالب هیڅکله هم د افغانانو غوشتنه نه ده منلې، خو افغانان بیا هم هر کله په تمه وي چې ګنې طالبان به یوه ورځ انسانان شي.
دا ورځې راتلونکي دي، لکه د پخوا په څېر به ځینې جنګي ډلې او مشران په دې جګړو او افغان وژنه پښیمانه وي، خو بیا به وخت تېر وی، افغانستان به له پرمختګ راګرځیدلی وي او زیات افغانان به قرباني شوي وی.
د طالب مخ لکه نن چې تور دی، داسې به راتلونکي کې هم تور وي او هیچا سره به د مخ کولو جرات و نه لري، دا ډله چې د بهرنیو افغان دښمنه هېوادونو له لوري تمویل کیږی، د خپلو شخصي ګټو لپاره په هیڅ هم را ایساره نه ده، هر هغه کار کوي چې اسلام څه ان انسانیت یې اجازه نه ورکوي.

Comments