روږد کسان له درملنې وروسته بیا نشې کوي

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې اویا سلنه روږدي کسان تر درملنې وروسته بیرته د نشه یي توکو استعمال ته مخه کوي
د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د روږدو د درملنې یو سلو اویا شخصي او دولتي مرکزونه فعالیت کوي خو ځینې روږدي د درملنې پر مهال او یا هم د درملنې وروسته بیرته نشې ته مخه کوي.
دغه وزارت د کاري فرصتونه کموالی او د قانون نه پلې کیدل هغه ننګونې بولي چې له امله یې روږدي بیرته نشې ته مخه کوي.
روږدي کسان وایي، په ټولنه کې ورسره توپيري چلند کیږي او همدا لامل دی چې له جوړیدو وروسته بیا په نشو لاس پورې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply