روسیې د امریکا په پوځي حضور نیوکه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: روسیې ویلي، افغانستان کې د امریکا نظامي شتون له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نه ده.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، افغانستان کې د امریکا نظامي مرکزونه د روسیې لپاره حساس دي.

کابلوف ویلي، امریکا افغانستان کې خپل مرکزونه د دې لپاره جوړ کړي چې غواړي د سیمې هېوادونو روسیې، چین، ایران او داسې نورو باندې اغېز پرې باسي او سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي.

ایزوستیا په نوم روسۍ ورځپاڼې د ضمیر له خولې لیکلي دي چې، روسیه په افغانستان کې د امریکا له نظامي شتون اندېښمنه ده.

ضمیر کابلوف ویلي، له طالبانو سره د امریکا په مذاکراتو کې باید له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم د امریکا ټول نظامي مرکزونه وتړل شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments