روسیې د افغانستان په وضعیت انديښنه ښودلې

comments 0

هندوکش- روسیه: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د افغانستان وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروف ویلي، په دې وروستیو کې د افغانستان غربي ملاتړ کوونکي وضعیت په جدي توګه څاري چې د وضعیت خرابوالی ښکاره کوي.
زخاروف زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېری سیمو کې نښتې روانې دي او ډېری سیمې د وسله والو تر ولکې لاندې دي.
روسیې داسې مهال دا اندېښنه ښکاره کړې چې د امریکا دفاع وزیر تیره ورځ له پاکستان او هند څخه تر لېدو وروسته کابل ته راغی او د افغان حکومت له مشرانو سره یې وکتل.
محمد امان دوران

Comments