روسیې تر غږ چټک توغنديز سیستم ځای پر ځای کړی

comments 0

هندوکش ــ روسیه: د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د اونګارډ په نامه یې تر غږ د ۲۰ ځله چټکو توغنديو یوه لړۍ پیل کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دا اتومي وسلې لېږدوونکي توغندي به پر نورو هېوادونو روسیه مخکې کړي.
روسیې نه دي ویلي چې دا توغندي یې چېرته ځای پرځای کړي، خو چارواکو وړاندې ویلي وو، دا توغندي به د اورال غرونو په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي: “دغه اتومي وسلې لېږدوونکي توغندي تر غږ ۲۰ ځلې چټک دي چې روسیه به ورسره د نورو هېوادونو پرتله مخکې شي.”
په دغو توغندیو کې داسې یو سیستم ځای پرځای شوی چې څرک لګول یې نا ممکن دي.
توریالی سحر

Comments