روسیه لا هم تورونه لګوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل:د داعش د فعالیت او د هغوی د تمویل موضوع لاهم روسیې ته ګونګه ده، خو د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي، که کوم هېواد په دې تړاو وضاحت وغواړي حاضر دي چې ور یې کړي.
محمد حنیف اتمر له بهرنیو سفیرانو او پلاوو سره په لیدنو کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه د داعش پروړاندې په جګړه بوخت دي او که هېوادونه د دې ډلې په تړاو د هدافو او تمویل اسناد وغواړي افغان حکومت به یې ورکړي.
تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا انديښنه ښودلې چې د افغانستان په شمال کې داعش ډلې ته ناپيژانده چورلکې وسلې او مهمات رسوي، خو افغان حکومت د دې ادعاوو په تړاو اسناد غواړي.
په افغانستان کې د داعش فعالیت ته په کتو ځیني شنونکي په دې باوري کړي چې د دې ډلې ترشا قوي بهرني استخباراتي کړۍ شته چې د خپلو اهدافو لپاره یې کاروي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply