روسیه لا د داعش په اړه انديښنه لري

comments 0

هندوکش – کابل: روسیه وایي، طالبان او افغان ځواکونه په ګډه داعش ډله ماتولای شي.
افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که طالبان له جګړې لاس واخلي او له افغان ځواکونو سره لاس یو کړي، نو په افغانستان کې داعش ډله ماتولای شي.
کابلوف ویلي چې د ښکېلو افغان خواوو ایتلاف به نه یوازې داعش ډله، بلکې په دغه هېواد کې هره بهرنۍ ترهګریزه ډله ماته کړي.
کابلوف زیاته کړې چې طالبان داعش ډله د افغانستان او اسلام دښمنه بولي او د دواړو تر منځ یوځای کېدل هم ناشوني دي.
دغه روسي ډیپلوماټ له ښکېلو افغان خواوو دا هم غوښتي چې خپل ملي مسایل د پردیو له مداخلې پرته حل کړي.
روسیه په داسې حال کې انديښنه لري چې اوس افغان ځواکونو داعش ډله له نابودۍ سره مخ کړي او مخکښ غړي یې ورته وژلي دي.
دا ډله اوس د هېواد په ختیځ کې د پآم وړ فعالیتونه نه لري او افغان ځواکونو له منځه وړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply