هندوکش – روسیه: تاس خبري آژانس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د روسي چارواکو هڅې روانې دي ترڅو افغانستان لپاره د تماس د ډلې فعالیت بیا پیل کړي.
د روسېې بهرنیو چارو وزیر یوې غونډې ته وویل چې، مسکو به د راتلونکې اکتوبر په یوولسمه د افغانستان د تماس د ډلې کوربه وي.
ویل کیږي چې د تماس ډلې دنده افغانستان لپاره د سیمې هیوادو همغږي پیدا کول دي چې د شنګهاې د همکاریو ټولنه یې کوربه توب کوي.
د سرګي لاوروف په وینا، روسیې تل د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو او د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې ملاتړ کړی دی.
اتکل کیږي چې یادې غونډې کې د څه باندې ۵۰ هیوادونو استازي شامل دي.
د یادونې وړ دې چې افغانستان کې د امریکا پراخ شتون روسیه نشي زغملاې نو له همدې امله روسیه په دې هڅې کې دې چې افغانستان سره خپلې اړیکې تینګې کړي.
محمد امان دوران
روسیه راتلونکي میاشت افغانستان لپاره د تماس ډلې غونډه جوړوي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.