روسیه د څه په لټه کې ده؟ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

افغانستان کې روسیه د امریکا له حضور او پوځي ماموریت انديښنې لري، خو د دې لپاره پلمه داعش ښيي چې ګنې روسیه او د مرکزي اسیا هېوادونه یې له ګواښ سره مخ کړي.
هسې هم افغان حکومت روسیې ته څو ځلې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې داعش شته، خو ګواښ یې دومره نه دی څومره چې روسیه یې په تړاو انديښنې لري.
روسیه د دې لپاره چې د داعش انديښنې مطرح کړي، له امریکا سر رقابتونه پالي او ادعا کوي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چورلکې داعش ته وسلې او امکانات رسوي.
روسیه به دا لومړی ځل نه وي چې تېره ورځ یې دا انديښنه وښوده، په کراتو کراتو د امریکا تر څنګ افغان حکومت هم ملامت کوي چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي او په دې سره یې روسیې ته ګواښونه پيدا کړي دي.
روسیې له دې ویرې چې داعش یې و نه ګواښي، له طالبانو سره ملګرتیا پیل کړې او لا هم یې پالي، طالبانو ته د نغدي پيسو تر څنګ وسلې او د وسایطو تېل هم ورکوي او په دې سره یې افغان حکومت هم له جنجال سره مخ کړی دی.
داعش به په افغانستان کې وي، خو دومره د انديښنې وړ نه دی لکه څومره یې چې ورسیه لري، داعش ډله د افغانستان په ټولو سیمو کې افغان ځواکونو ځپلې او هیڅ ځای هم سر نه شي پورته کولای.
نو روسیه که په رښتیا له داعش ویره لري، ولې بیا طالبانو ته لاس ورکوي، ځکه له داعش ډلې سره خو افغان ځواکونه په جګړه دي او د مخامخ بریدونو تر څنګ هوایي بریدونه پرې کوي، خو ښکاره خبره ده چې روسیه غواړي په افغانستان کې له امریکا سره نااعلان شوې جګړه وکړي.
د پاکستان تر څنګ اوس روسیه د داعش له ویرې طالبان تمویلوي چې امریکا پرې ووهي، خو روسیه په رښتیا له داعش انديښنه نه لري، یواځې غواړي افغانستان کې طالبان د امریکا پروړاندې زورور وښيي او بس.
د کابل کنفرانس کې هم په دې خبرې وشوې، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له سفیرانو او پلاوو سره په لیدنو کې هم ډاډ څرګند کړی، که کوم هېواد د داعش په تړاو مالومات غواړي چې څوک ورسره مرسته کوي او د کوم هدف لپاره راپورته شوي، مالومات ورسره شریکوي.
روسیې سره هم څو ځل مالومات شریک شوي او د هغو انديښنو ځواب یې ویل شوی چې په افغانستان کې یې د داعش پروړاندې لري، خو روسیه بیا هم په دې پلمه چې طالبانو ته خپلې مرستې ورسوي، د داعش په تړاو تورونو ته زور ورکړی او بې ثبوته ادعاوې کوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار روسیې ته دا چلنج هم ورکړی چې که د ناپيژانده چورلکو په تړاو اسناد وړاندې کړي، دوی به یې څېړنه وکړي او هر څه به یې په ډاګه کړي.
خو روسیه چې په دې تړاو یواځې اوازو پسې ده، هیڅ ډول ثبوت نه لري چې د داعش په تړاو د امریکا او یا هم افغان حکومت ملاتړ او بې غوري په ډاګه کړي، داعش ډلې لکه څنګه چې په ننګرهار،هلمند او کونړ کې ماتې وخوړه، داسې به شمال کې هم ماتې خوري، افغان ځواکونه یې تر شا دي او هیڅ ځای به ورته د ارام بستر پرنږدي.
یو شاعر څه ښه وایي.
بورا به خدای په ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ژړوینه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply