روسیه او قزاقستان له ایران ملاتړ وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: راپورونه وایي، روسیه او قزاقستان هم د ایران له اټومي تړون ملاتړ کوي.
دغه هیوادونه ټینګار کوي چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته دې درناوی وشي او په دوامداره توګه دې د پلی کیدو لپاره هڅې وشي.
روسیې د شانګهای په غونډه کې پر امریکا له اټومي تړون د وتلو په خاطر یو ځل بیا نیوکې وکړې.
غونډه کې د قزاقستان ولسمشر هم د دغې عمل پلان د پلي کولو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې له خپل لاسلیک څخه به دفاع کوي.
اخوا امریکا اوس هم په خپل دریځ ولاړه ده او د دغې تړون په اړه د خپل دریځ د اړولو په اړه یې څه ندي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments