روسیه او امریکا پر افغان سوله خبرې کړي

comments 0

هندوکش – روسیه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره له طالبانو د بنديزونو پر لرې کېدو خبرې کړي.
زلمي خليلزاد پر ټويټر ليکلي، انقره کې یې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره پر دې بحث کړی چې څنګه کېدای شي د طالبانو مرکچي پلاوی د ملګرو ملتونو له بنديزونو معاف کړي.
خلیلزاد ویلي، دوی به د طالبانو د هغو استازو لپاره چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي د ملگرو ملتونو د سفر د بندیز لرې کولو ته لارې چارې ولټوي.
خليلزاد ويلي، بحثونو کې، هوکړه وشوه چې د سولې هڅې هغه وخت پرمختګ کوي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.
د خلیلزاد او کابلوف ترمنځ کتنه په انقره کې د روسیې په سفارت کې شوې، خو پدې لیدنه کې د بحث وړ مسایلو په هکله هېڅ ډول جزییات له رسنیو سره ندي شریک شوي.
محمد امان دوران

Comments