روسیه افغانستان کې له امریکا سره دښمني پالي

comments 0

هندوکش – کابل: روسیه له امریکا سره دښمني په افغانستان کې پالي او قرباني ته افغانان مخکې کوي.
د سولې کاروان چې اوس یې د روسیې سفارت مخې ته پرلت کړی، د روسیې له ملته غواړي چې خپل حکومت منع کړي، څو په افغانستان کې جنګي ډلو ته وسلې ورنه کړي.
له هلمنده راغلی د سولې کاروان په کابل کې د امریکا له سفارت او بهرنیو رسنیو هم شکایت کوي چې د دوی غوښتنې یې له خپل ملت سره نه دي شریکې کړي.
په کابل کې د هلمند سولې کاروان نن خپله لومړنۍ ورځ د روسیې سفارت مخې ته په پرلت پیل کړه، دغه کاروان وړاندې تر دې ملګرو ملتونو دفتر او امریکا متحده ایالاتو سفارت مخې ته ورته پرلت کړی.
د پرلت ګډونوال وايي، له دې وروسته یې پاکستان او ایران سفارت مخې ته د ورته پرلتونو هوډ کړی څوک چې د دوی په خبره افغان جګړه کې له لسیزو ښکیل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments