روسیه؛ داعش په طالبان ځپي

comments 0

هندوکش – کابل: روسیې ومنله چې له طالبانو سره مرستې او همکارۍ یې له داعش سره مبارزه ده.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، باوري دی چې له طالبانو سره په همکارۍ کولی شي د داعش مخنیوی وکړي.
کابلوف تیره ورځ مسکو کې یوې خبرې غونډې ته د وینا په مهال ویلي، دا ممکنه ده چې روسیه له طالبانو سره د همکارۍ له مخې له داعش سره مبارزه وکړي.
هغه ویلي، طالبانو دومره ځواک لري چې د نورو له مرستې پرته هم کولی شي داعش ډله وځپي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments