روسيه: طالبانو له موږ څخه د پيسو غوښتنه کړې

comments 0

4 Views

هندوکش ـ مسکو: د افغانستان لپاره د روسيي استازي ضميرکابلوف په لومړي ځل د دوی او طالبانو تر منځ د پټو لیدنو کتنو له رازه پرده پورته کړې.

ضمير کابلوف وايي چې له طالب استازو سره د روسانو د لیدنې پر مهال هغوی په ښکاره له مسکو څخه د پيسو غوښتنه وکړه.

نوموړی وايي:« طالبانو راته وویل چې که تاسو پيسې راکوۍ موږ ته بیخي بده نه ښکاري بلکه خوشاله کيږو خو موږ په  دې خبره چې پيسې نلرو ځان مو ترې خلاص کړ.»

نوموړی وايي:« طالبانو موږ ته وویل چې دا پيسې به موږ په وسلو مصرف کړو او وسلې به پرې واخلو.»

کابلوف دا راز هم افشا کړی دی چې په افغانستان کې د روسانو ساتنه طالبان کوي.

تر دې مخکې طالبانو به تل ويل چې دوی د روسانو پر ضد د مبارزې سنګر ګرم ساتلی وو او اوس به امریکايان هم باسي خو تدريجي د روسانو له خولې دا خبرې را وزي چې پر روسي وګړو د بريدونو نه کيدو لامل طالبان دي ځکه دوی وار له مخه روسانو ته لیکلي ورکړي دي چې روسان به نه وژني.

يادې خبرې په داسې حال کې شوي دي چې د طالبانو او روسانو تر منځ لومړنۍ ناسته په آسلام آباد او دوهمه هغه د پيښور په اکوړه خټک کې د حقانيه په مدرسه کې وشوه.

ځينې سرچينې وايي:« تر دې سفر وروسته په ډيره سختۍ سراج الدين حقاني او د کوټې شورا دوه غړي روسيي ته ولاړل خو هلته يي شرط دا وو چې دوی ته تګ راتګ مشکل دی او د دوی ستونزه باید په پاکستان يا ډیورنډ فرضي کرښې ته څيرمه حل شي چې روسانو يي هم غوښتنه ومنله او په پيښور کې يي د ۲۰۱۸ کال په پيل کې کونسلګري پرانیسته.»

دا سرچينه زیاتوي چې روسان په ډير محتاطانه شکل طالبانو ته پټې پيسې او وسلې ورکوي چې اوس اوس په ځينو مواردو کې د طالبانو د ويندويانو په خبرو کې هم د لایزري او دوربین لرونکو وسلو خبره کيږي چې ډيرې پکې روسۍ او لږ يي ایرانۍ هم دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments