روحاني: امریکا، ایران له پښو نشي غورځولای

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران ولسشمر حسن روحاني وايي د امریکا بندیزونه پر دوی هیڅ اغیز نه شي کولای او خپل اقتصادي بهیر ته به دوام وکړي.
حسن روحاني زیاتوي چې د بندیزونو پر مهال یې هم سوداګرۍ د شاتګ پر ځای پرمختګ کړی دی.
روحاني تر دې وړاندې هم پر امریکا تور پورې کړی و چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځ ته کول غواړي.
ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم د ایران له اټومي تړون ووت او پر دغه هیواد یې د اټومي پروګرام له امله اقتصادي بندیزونه ولګول.
محمد امان دوران

Comments