روان کال د میدان وردګ د مڼو حاصلات ۱۲۰زره ټنو ته رسېدلي

comments 0

هندوکش ــ میدان وردګ: د میدان وردګ د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۲۰زره ټنه مڼه تولید شوې او بیه یې هم په کورنیو بازارونو کې دوه برابره لوړه شوې ده.
ولید احمد تسل وویل، چې د یاد ولایت د مڼو په حاصلاتو کې نسبت تېر کال ته روان کال ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. تسل همدارنګه وویل، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۴۰ جریمه ځمکه باندې د مڼو باغونه هم جوړ شوي دي.
د میدان وردګ د باغدارانو ټولنه بیا د یاد ولایت د مڼو د تولید زیاتوالی پر پاکستانیو او ایرانیو مڼو د حکومت لخوا د محصول زیاتوالی او د افغان حکومت لخوا د داخلي مڼو اخیستل یادوي.
د باغدارانو د ټولنې په وینا په یاد ولایت کې لس ډوله مڼې تولید کېږي، چې مشهورې مڼې یې، بیروتي، مالینګ، ګیلا او جوس مڼې دي.
دوی وايي، په یاد ولایت کې باید سړې خونې جوړي شي، چې یادې مڼې یې تر نړیوالو بازارونو هم ورسېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments