رسول طالب: طالبان دې د خبرو پر مېز هر څه ووايي؛ ستانکزی ناستو ته نه حاضریږي او مسکو کې د ولسمشر استعفا وايي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي، د طالبانو پلاوی د مېز پر سر د لنډ مهاله حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او نه پرې بحث شوی دی.
د دغه پلاوی یوه غړي، چې د یکشنبې د سلواغې ۱۲ مه په یوه انلاین خبري ناسته کې وویل، په اوسنیو شرایطو کې د لنډ مهاله حکومت بحث نه دی شوی او که طالبانو له مذاکراتو بهر دا خبره کړې وي، تبلیغاتي اړخ لري.
دی وایي، د طالبانو د ځینو غړو دغه ډول څرګندونې د عامه افکارو د انحرافولو پرته بل څه نه دي، ځکه تر اوسه د خبرو پر مېز د لنډ مهاله حکومت موضوع نه ده مطرح شوې.
هغه وویل«که چیري طالبان د ویلو څه نه لري خبرو ته وړاندې شي او خبرې رسمي مطرح کړي، د هغه نه به غیر ستانکزی د خبرو پر مېز غیر حاضر دی، ولې په مسکو کې ادعاوې مطرح کړې چې تر ډېره د عامه افکارو د انحراف لپاره دي.»
رسول طالب همدارنګه وویل، چې د لنډ مهاله حکومت په اړه بحثونه تر دا مهاله کوم بهرني هیواد هم په رسمي ډول نه دي مطرح کړي.
ده زیاته کړه، چې د بین الافغاني مذاکرات بهیر تر دا مهاله په ټپه نه دی درېدلی، خو په وینا یې وقفه پکې رامنځته شوې چې مسؤل یې طالبان دي.
یاد پلاوی ټینګار کوي، چې د افغانستان د ستونزې هواري لپاره رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي او دوی هره ګړۍ له طالبانو سره خبرو ته حاضر دي.
د پلاوي یوې بلې غړې شریفه زرمتۍ هم د عباس ستانکزي څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، چې د نورو هېوادونو په استازیتوب د طالب استازو څرګندونې دوی ته هېڅ اهمیت نه لري او ولسمشر غني د خلکو په رایه واک ته رسېدلی دی.
نوموړې زیاته کړه«که چیري د خبرو پر مېز داسې بحثونه وکړو، موږ نشو کولای چې د هیواد د ملي مسائلو په اړ تصمیم ونیسو،موږ مشران او خلک لرو چې کېدایسي له هغوی سره خبرې وکړو، د مصالحې عالي شورا او دولت په دې برخه کې تصمیم نیولای شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال او د طالبانو د سولې د مذاکراتي ټېم غړي شیرمحمد عباس ستانکزي د تیرې جمعې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل:”که نن ورځ اشرف غني له جګړې څخه لاس واخلي او و وايي چې استعفا کوم او د سولې لپاره قرباني ورکوم، موږ هم د یو نوي حکومت لپاره خبرو ته چمتو یو… په همدې خاطر هم مذاکرات کوو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments