رد شوو نوماند وزیرانو پر ځای نوې څېرې ولسي جرګې ته معرفي کیږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د چارو اداره وايي، افغان حکومت به ډېر ژر ولسي جرګې ته د رد شویو نوماند وزیرانو پر ځای نوې څېرې وروپېژني.
که څه هم د ولسي جرګې لخوا د پوهنې، ښځو چارو، کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د مرکزي بانک مشر ته د باور رایې نه‌ ورکولو نږدې پنځه میاشتې پوره کېږي، خو د چارو اداره تازه ولسي جرګې ته د نويو نوماند وزیرانو د ورپېژندلو خبره کوي.
د چارو اداری مشر فضل محمود فضلي ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې ولسي جرګې ته د نويو نوماند وزیرانو د ورپېژندو ټاکلې موده یاده نه‌کړه، خو ویې‌ویل حکومت د ولسي جرګې هرې پرېکړې ته درناوی لري او په لنډه موده کې به د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسوي.
دا په داسي حال کې ده چې، ولسمشر محمد اشرف غني نږدې ۵ میاشتې وړاندې د تلې په ۳۰مه ولسي جرګې ته د کابینې د بشپړېدو په موخه ۲۵ نوماندان وروپېژندل چې په پایله کې یې ولسي جرګې ۵ نوماندانو ته د باور رایه ورنه‌کړه او د بهرنیو چارو وزیر، د مالیې وزیر، کانونو وزیر، کورنیو چارو وزیر او نورو وزیرانو د باور رایې ترلاسه کړې او خپلې دندې یې پیل کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments