رجب طیب اردغان بیاځلي ولسمشر شو

comments 0

هندوکش – ترکیه: د ترکیې ولسمشر چې تردې وړاندې هم ولسمشر پاتې شوې دې وتوانیدې خپل رقیب ته په تیره ورځینې ټاکنې کې ماتې ورکړي او د ترکیې ولسمشر په توګه وټاکل شي.
د ترکي رسنیو په وینا، ولسمشر اردوغان له گټلو وروسته په انقره کې ولسي غونډې ته په وينا کې له خپلو ټولو پلويانو مننه وکړه، چې په لوی اکثريت يې ده او د ده گوند ته رايې ورکړې.
ټاکنې چې یک شنبې ورځې پیلې شوي وې د ترکي ولس بې ساري گډون ولسمشر اردوغان يو ځل بيا واک ته ورساو او تر راتلونکو پنځو کلونو به له ډېرو واکونو سره د ترکيې ولسمشر وي.
اردوغان په سلو کې ۵۳ سلنه رايې وړي او د هغه تر ټولو ستر سيال محرم انجه ۳۱ سلنه رايې وړي دي.
په پارلماني ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان ايتلافي «ولسي جمهوري» گوند ۵۳سلنه څوکۍ ترلاسه کړي، اپوزيسيون گوند ۳۴سلنه رايې گټلي او د کردانو ډيموکراټ گوند لس سلنه رايې وړي دي.
ولسمشر اردوغان د ټاکنو له پايلو وروسته په انقره کې ولسي غونډې ته وويل، چې په ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې د دوی بريا د ټولو ترکانو بريا ده او ټينگار يې کړی، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به ترکيه د پرمختگونو نوي گامونه پورته کړي.
د اردوغان په وينا د ترکيې نوي سلنه ولس په ټاکنو کې گډون درلود.
محمد امان دوران

Comments