رباني: سوله لومړیتوب دی

comments 0

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت وایي، سوله د افغان حکومت لومړیتوب دی، خو د دې بهیر د بریا لپاره د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اړینې دي.
له دې سره ټاکل شوې چې د المان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته لاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره وګوري.
هایکوماس ویلي، پاکستان ته په دې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چې جرمني د افغانستان د دویم لوی مرسته کوونکي او داسې هېواد په توګه چې دلته ډېر سرتېري لري، خپل مسوولیت په هره برخه کې په سمه توګه سر ته رسوي.
په ورته وخت کې د افغان څېړنیز او مشورتي مرکز وايي، هیله مندي شته چې که درېیم بن کنفرانس جوړېږي نو د سولې له پروسې سره به ډېره مرسته وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments