راځئ چې د کب نهمه له امنیتي ځواکونو څخه د خپل پراخ ملاتړ په څرګندولو سره ولمانځو! نوید احمد څرک

comments 0

متـــــدینو هېوادوالو ! له هر څه د مخه د کب میاشتي نهمه چې زمونږ د میړنیو او سرښندونکو امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ ده، ټولو هیوادوالو او په ځانګړي توګه د هیواد ریښتینو مدافعینو( امنیتي ځواکونو) ته چې د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه په میړانه ساتنه او دفاع کوي او د خپل ولس د هوسایني په موخه هره ورځ خپلې ویني تویوي د زړه له کومې مبارکي وایم، او الله تعالی دې په هر ډګر کې بریالي او سرلوړي لري. دا یو څرګند حقیقت دی چې سوله او امن ستاسو د هلوځلو په ترڅ کې رامنځ ته کیږي، عدالت ستاسو د ویښتیا او میړانې پایله ده، مونږ ستاسو شهامت، عزم او اراده ستایو، ای د عدالت او امن راوړونکو د تاریخ په زرینو پاڼو کې به ستاسو میړانه او سرلوړی نوم تل پاتي وي، هغه ورځ چې ستاسو د زیار، سرښندنی او هلوځلو د ستایني په ویاړ ( د امنیتي ځواکونو د ملی ورځي) په نوم د حکومت او ولس له لوری نومول شوي، داځکه چې په یوه ټولنه کې امنیت د یو پیاوړي او ځواکمن قوت چې هغه هم امنیتي او دفاعي ځواکونه دي اړتیا لري او امنیتي او دفاعي ځواکونه دیوي ټولني دملاتیر حیثیت لري او همدا رنګه د امنیت پرته ژوند ناشوني دی، خو الحمد لله چې اوس مهال زموږ امنیتي ځواکوونو په پوره ایماندارۍ، ټینګ مورال او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې خپلی دندي په ښه توګه ترسره کړي اوپدي هڅه دي ترڅو خپلو هېواد والو ته دسوکاله او هوسا ژوند زمینه برا بره کړي، دهېواد امنیتی ځواکونه ( اردوی ملی ، پولیس ملی او امنیت ملی ) هغه رښتیني بچیان دي چې دهېواد دځمکنۍ بشپړتیا او ملی نوامیسو په سا تنه کې نه ستړي کیدونکی هلی ځلی کوي او تل پدي هڅه کې دی تر څو خپل هېواد او ولس ته دخدمت جوګه و اوسی ولی برعکس دهېواد او ولس دښمنان (ترهګر) هغه ډلي دي چې تل د پردیو په لمسون هڅه کوي ترڅو څنګه او له کومي لاري افغانان له ناخوالو او کړاوونو سره مخ کړي،دوی نه غواړي ترڅو زموږ ولس دسولي او ثبات له ارزښتناک نعمت څخه برخمن شي ، دوی هغه څیري دي چې انسان وژنه او تخریب یې دخپل ژوند برخه ګرځولي ، دوی هیڅ راز انسانی اواسلامي ارزښتونو ته ژمن ندی ، دوی په تیرو اتلس کلونو کې هغه څه ترسره کړل چې دنړۍ په تاریخ کې ساری نلري نه یې په قرآن رحم وکړ او نه یې په انسان او نه یې هم په جومات. خو د خوشحالی ځای دا دي چې اوس مهال زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپل ولس په پراخ ملاتړ او د نړیوالي ټولني په هر اړخیزو مرستو په پایله کې دا توان موندلي چې د خپل هیواد او ولس څخه ساتنه او دفاع وکړي او ترهګري ډلي د هیواد په ګوټ ګوټ وځپي او هغوي ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي. دغو حقایقو ته په کتوسره په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې او ثبات د ټینګښت او له هر ډول ډار، وحشت او دهشت څخه د لرې یوې ټولني رامنځته کیدو لپاره له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ټول ملت ملاتړ او تقویت یو ضرور امر دی، ځکه چې له دغو ځواکونو څخه ملاتړ به دښمن له ماتي سرمخامخ او له منځه یووړل شي او له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي تر څو د دښمن پر وړاندې له په توان او ډاډ سره مبارزه وکړي. دیو پیاوړی، سرلوړې او با ثباته افغانستان په هېله

Comments