راځئ چې د میلاد النبي(ص) د رارسیدو په ویاړ سولې ته لبیک ووایو / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

تر هر څه د مخه د حضرت سرورِ کاینات، فخرِ موجودات، د مبارک میلاد د رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او په تېره بیا د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وایم.
د ربیع الاول (۱۲) مه چې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفی(ص) د زوګړي او له دې فانې نړۍ څخه د رحلت ورځ ده، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هیوادونو کې د مسلمانانو له خوا لمانځل کیږي او د آنحضرت د زیږیدو له امله خوشحالي کوي ، صدقې ورکوي ، خیراتونه ورکوي ، په جوماتونو او اسلامی مرکزونو کې غونډې جوړوي ، مجلسونه جوړي او د الله د رسول محمد (ص) د هر اړخیز ستر شخصیت په اړه خبرې کوي ، مقالې لولي ، بحثونه کوي او د هغه ستر پیغمبر سیرت بیانوی.
حضرت رسول اکرم په داسې زمانه کې دنیا ته راغی چې دنیا د ظلم او وحشت په تیارو کې ډوبه وه، د عربستان په شبه جزیره کې ناداني دومره زیاته وه چې نجونې به یې ژوندۍ خښولې او د کار او تعلیم او نورو انساني حقونو د منلو خو سوال نه پیدا کیده..
رسول الله مبارک د بې رحمي او جهالت په چاپیریال کې د اخوت، محبت او عدالت ډیوې بلې کړې او د انسانیت د خپریدو پیغام یې راوړ، حضرت رسول اکرم نه یوازې د سولې په وخت کې، بلکې د جګړې پر مهال به یې هم په ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ان په ونو او فصلونو باندې مهربان وو، او د خیر داسې جاویدانه رڼا یې خپره کړه چې د رحمان بابا په قول چې وایي:
که رڼا ده پیروي د محمد ده ——— کنه نشته په جهان بله رڼا
موږ چې د داسې بې نظیر او لوړ شخصیت چې دهغه له برکته په ټولنه نړۍ کې رڼا خپره شوه، د ظلم ، ستم، بې عدالتي او ناخوالو ځای میني، عدالت، رحمت، یووالي، ورورولۍ او … ونیوو د پیروي ویاړ لرو، نو دا زمونږ ایماني وظیفه ده چې د هغه ستر میراث ته وفاداره واوسو، د عدالت او اخوت لمن ټینګه ونیسو او په ټولنه کې د رحمت او عطوفت د رڼا د خپرولو لپاره هڅه وکړو. موږ د رسول الله مبارک د پیروانو په حیث دښمني او عداوت شر بولو او په سوله او اخوت کې خیر وینو، نو له همدې امله افغان مظلوم او کړیدل ولس د اسلام ستر پیامبر (ص) د مبارک میلاد په مناسبت یو ځل بیا له ټولو وسلوالو مخالفینو څخه غواړي او غوښتنه لري چې نور دې له ورور وژني او دغې تحمیلي جګړي ته چې د نورو لخوا پر افغانانو تپل شوي لاس واخلي او هغه بین الافغانی مذاکرات او د سولې بهیر چې د حکومت لخوا دوي ته اعلان شوي، لبیګ ووایي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي، ځکه چې الله تعالی په خپل عظیم کتاب قرآن کریم کې فرمایلي(والصح خیر) یعني په سوله کې خیر دی.
په پای کې یو ځل بیا په وسلوالو مخالفینو دا غږ کووچې، ستاسو او د ملت او مسلمانانو خیرپه دې کې نه دی چې وطنونه مو کنډواله شي او خلک مو در په دره او نورو ته محتاج پاتې شي، بلکې برعکس ، زموږ ټولو خیر د الهی احکامو په پلې کیدو او د رسول الله مبارک د لارې یعنې د سولې، د رحم او د اخوت د لارې په پیروي کې دی، نو راځئ چې د الهی احکامو او د خپل ګران او خوږ پیامبر(ص) د لارې په تعقیبدو سره د دنیا او آخرت سعادت ځانته نصیب کړو.

Comments