راشد خان نړیوال ریکارډ جوړ کړ

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ اچوونکي راشید خان بل نړیوال ریکارډ هم په خپل نوم کړ.
راشدخان د نړۍ لومړی توپ اچوونکی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر دې دمه په چټکۍ سل ویکټې تر لاسه کړې.
راشد خان نن د خپل لوبیز ژوند په څلور څلویښتمه لوبه کې سلمه ویکټه واخیسته چې په دې سره یې د اسټرلیا د تیز توپ اچوونکي میشل سټارک ریکارډ مات کړ.
میشل سټارک په دوه پنځوس ورځنیو لوبو کې سل ویکټې درلودې.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments