راشد خان له کلکته نایت رایډر یوازې لوبه وګتله

comments 0

هندوکش – هندوستان : د هندوستان تجاری لیګ په وروستیو سیالیو کې دا سنرایزر لوبډله وه چې کلکته نایټرایډرز ته یې په زړه پوري ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووته.
یاد سیالې چې د کلکته نایټ رایډرز په کوربه توب په لاره اچول شوې وه افغان لوبغاړي راشد خان په زړه پورې لوبه وکړه.
نوموړې په ۱۰ توپونو ناسوځېدلې ۳۴ منډې جوړې کړې او بل ريکارډ يې په خپل نامه کړ.
د کرېکت د نړۍ تکړه لوبغاړي سچن ټنډولکر په خپل ټویټر لیکلي چې “پخوا به خلکو ویل چې راشد خان ښه بالر دی، نن زه وایم چې دی بهترین ورو بالر دی”.
راشد خان له کولکتې سره په لوبه کې ډېر ښه وځلېد او غلطه به نه وي که ووایو چې په یوازې ځان یې لوبه وګټله.
په توپ اچوونه کې یې درې لوبغاړي وسوځول، یو لوبغاړی یې رن اوټ کړ او دوه کېچونه یې ونیول.
راشد خان د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
نوموړې خپل ايوارډ جلال اباد کې د کرېکټ لوبغالي بريد قربانيانو په نامه کړ.
د هند پرېمیرلیګ سياليو پايلوبه راتلونکې سبا يکشنبې د سنرايزر حيدراباد او چنای سوپر کېنګز لوبډلو تر منځ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم نوموړې څو ځلي د روانو سیالو غوړه لوبغاړې نوموول شوې او جایزه یې خپله کړې ده.
آرش احساس

Comments