راشد خان: اوس وخت رارسېدلى چې افغانانو ته خدمت وکړم

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان مخکښ او د نړۍ پېژندل شوي ورو توپ اچوونکي راشد خان خېريه ټولنه جوړه کړې ده او وايي، چې اوس وخت رارسېدلى دى، چې بايد دى افغانانو ته خدمت وکړي.
نوموړى وايي، چې د افغانانو دعاوو دې مقام ته رسولى دى، نو اوس غواړي چې بېرته د بې وزله افغانانو خدمت وکړي.
راشد خان يادې خبرې په فېسبوک په ژوندۍ بڼه په يوه ويډيو کې وکړې، نوموړى اوس مهال په انګلستان کې دى، چرته چې به د اګست په شلمه د آيرلېنډ پر وړاندې په لوبه کې لوبېږي.
د راشد خان خېريه ټولنه د افغانستان له عدليې وزارت سره ثبت ده او عملاً يې د خېر ښېګڼې چارې پيل کړي دي.
راشد خان د خپلې ټولنې د موخې په اړه وویل: ((د دې ټولنې موخې افغان یتیمانو ته د زده کړو زمینه برابرول، روغتیايي اسانتیاوې چمتو کول، د پاکو اوبو رسول او همدا راز د ژوندانه د نورو ستونزو د هوارولو په برخه کې له افغانانو سره مرسته کول دي، هغه هېوادوال او ملي سوداګر چې په هېواد کې دي او که له هېواده بهر دي ترې هیله کوم چې په دې سفر کې راسره مرسته وکړي، څو وکولای شو له بېوزله افغانانو سره مرسته وکړو، ښايي ستاسو یوه افغانۍ د یوه انسان ژوند جوړ کړي، نو له تاسو د مرستې هیله کوم چې یوې موخې ته ورسیږو او د بې وزلو افغانانو سره مرسته وکړو.))
راشد خان غواړي چې د بې وزله افغانانو لپاره ډېر کارونه ترسره کړي، خو پيل يې له دې کړى دى، چې د يتيمانو د زده کړو د زمينې برابرولو هڅه يې کړې ده. نوميالى توپ اچوونکى راشد خان به هغه ٥٠٠ سوه ماشومانو ته کتابونه واخلي او په ښوونځي کې به يې کېنوي، چې يتيمان دي. د يادو ماشومانو تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو ټول لګښت به د راشد خان خېريه ټولنه ورکوي.
نوموړي خېريه کارونه له کابل، لغمان او ننګرهار څخه پيل کړي دي، خو هغه غواړي چې په راتلونکي کې د خېريه کارونو لړۍ د افغانستان ټولو ولايتونو ته وغځوي.
هغه غواړو چې په ډېرو لارو د افغان ولس خدمت وکړي، په همدې لړ کې هغه غواړي چې د طبيعي پېښو پر مهال هم له خپل ولس سره مرسته وکړي. همدا راز د پاکو اوبو او د نورو اسانتياوو برابرول به هم د همدې خېريه ټولنې په کارونو کې شامل وي.
راشد خان چې د افغانستان يو پېژندل شوى بالر دى، نه يواځې په آى پي ايل کې يې ځان ته نوم پېدا کړ، بلکې د نړۍ په يو شمېر نورو ليګونو کې يې هم خپله وړتيا وښودله او د پېسو تر څنګ يې په نړۍ کې هم خپل او هم د افغانستان نوم روښانه کړ.
راشد خان له يوې غريبې کورنۍ څخه راغلى دى او په کرکټ کې يې خپل مقام پېدا کړى دى، نوموړى وايي چې ياد مقام يې د افغانانو په دعاوو ترلاسه کړى دى.
راشد خان اوس مهال په انګلستان کې د ملي لوبډلې سره دى، چرته چې به د اګست په شلمه د آيرلېنډ پر وړاندې په لوبه کې لوبېږي. ياده دې وي چې افغانستان او آيرلېنډ د درې شل اوريزو او درې يو ورځنيو لوبو سيريز لري، چې د اګست په شلمه پيلېږي.
سرچینه: خبریال

Comments