رازق: د برښنايي تذکرو ملاتړ کوو

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قوماندان ګواښ کړی چې برېښنايي پېژندپاڼو ته د خنډ جوړوونکو کسانو پر وړاندې ولاړ دی.
هغه رسنیو ته په یوه ليږلي پیغام کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شي.
جنرال عبدالرازق زیاتوي، چي د الکترونيکي تذکرو قانوني مرحله هم له وړاندي پای ته رسېدلې او څوک، چي ځان افغانان نه بولي او په پاسپورټ راغلي کولی شي، چې بهر ته د ژوند کولو لپاره ولاړ شي.
هغه په خپل پیغام کې ليکلي: ” افغانیت زموږ ملي هویت دی. د ټاکنو لپاره ځينې دروغجنې ژمنې وشوې، په عملي کولو کې یې هیچا پوښتنه ونه کړه، خو اوس د یوې ملي موضوع په برخه کې خنډونه جوړوي.” جنرال عبدالرازق په ټینګار وویل، چي په دې برخه کي هیچا ته د ستونزي جوړولو حق نه ورکوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply