رادمنش: طالبان وروستی زور ازمايي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د طالبانو هغه پلانونه شنډ کړي چې غوښتل یې ولایتونه سقوط کړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، عزني، فاریاب او فراه کې یې وسلوال مخالفین سخت ځپلي او له دې یې ویستلي چې سیمې ونیسي.
د رادمنش په خبره، طالبانو ځینو ولایتونو او سیمو کې جګړې زیاتې کړي او په دې جګړو سره خپل وروستی زور ازمایي، خو افغان ځواکونه یې پروړاندې کلک ولاړ دي او د هیڅ ډول پرمختګ موقع نه ورکوي.
له دې سره ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې په داعش بریدونه زیات کړي او دا ډله یې له پخواني زوره ویستلي ده.
د رادمنش په خبره، داعش ډلې سرکرده کسان یې له منځه وړي او اوس د ډله ییزو جګړو او بریدونو توان نه لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments