هندوکش – کابل: د پنټاګون وروستی راپور ښيي چې په افغانستان کې هوایي بریدونه درې چنده زیات شوي چې ورسره سم د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی.
له دې سره د ملي دفاع وزارت وایي، د بریدونو په زیاتوالي سره طالبانو ته هم درانه زیانونه اووښتي چې دا ډله یې له پښو غورځولې.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، د ملکي خلکو تلفات ځکه لوړ شوي چې وسله والې ډلې د خلکو له کورونو د سنګر کار اخلي.
د رادمنش په خبره، د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه له دوی سره په همغږي کیږي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوولیت پر وسله والو ډلو دی.
دفاع وزارت د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه اغیزناک بولي او باور لري چې په دې سره یې طالبان له لښکر کشی ویستلي او هیڅ ځای غونډې نه شي جوړولی.
سپوږمۍ پوپلزۍ
رادمنش: طالبانو لا هم د خلکو کورونه د سنګر په توګه کاروي
