رادمنش: د ټاپي پروژې د امنیت لپاره چمتووالی نیول شوی

comments 0

هندوکش – کابل :له ټاپي ولسي ملاتړ د دې پروژې د تطبیق چانس ډیر کړی، خو ملي دفاع وزارت وايي، د احتمالي ګواښونو لپاره یې پلان بشپړ شوی او دا پروژه به په خپل وخت تطبیق شي.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، د ټاپي پروژې امنیت ته بشپړ چمتووالي ښيې او تمه لري چې دغه پروژه کې د کاري فرصتونو سره به اړوند سیمو امنیت ښه شي.
اقتصاد پوهان وایې ټاپي کې د پاکستان او هند د ګټو شریکولو سربیره طالبانو او قومي مشرانو هر اړخیز ملاتړ د دې پروژې تطبیق حتمی کولای شي.
د دې پروژې له درکه به افغانستان هر کال د ټرانزیټ د عوایدو ګاز هم ورکول کیږي او زیاتو کسانو لپاره به کاري فرصتونه رامنځ ته شي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply