رادمنش: د بغلان د تاله او برفک د سقوط آوازی ناسم دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع د وزارت ویاند دفتر سرپرست ویلي چی تاله او برفک په اړه خپاره شوي ټول راپورونه نا سم دي او تردې دمه ولسوالۍ د دولت تر ولکې لاندې ده.
د نوموړي په وینا، د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
نوموړي وویل: “تاله و برفک ولسوالۍ سقوط نه‌دی کړی، په دغې سیمه کې جګړه روانه ده، د ۲۰۹ قول اردو کنډک چې په سیمه کې موجود دی موږ ته خبر راکړ چې سخته جګړه روانه ده او موږ ډاډمن یو چې وسله‌والو طالبانو ته په دغې جګړه کې ماتې ورکړو.”
د یادونې وړ ده چې پرون ماسپښين د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه ولسوالي وسله‌والو طالبانو سقوط کړې ده.
د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم رسنیو ته په لېږل شوي پيغام کې ویلي چې پرون درې بجې د دوی وسله‌والو د تاله و برفک ولسوالۍ مرکز نیولی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments