رادمنش: د بروکسل غونډې تمه شته

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت وایي، د بروکسل غونډه کې به له افغان ځواکونو په دوامداره ملاتړ ټینګار وشي.
ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، بروکسل کې د ناټو دا ځل غونډه کې به د هغو ژمني په عملي کېدو خبرې وشي چې ورسره افغان کمانډو او هوایي ځواکونو صنفونه څو چنده او تجهیز شي.
د رادمنش په خبره، د ناټو غړو هېوادونو مرستې کولای شي افغان ځواکونه لا پياوړي کړي او د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې یې بریالي کړي.
له دې سره ماليي وزیر هم بروکسل کې د ناټو له چارواکو سره د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ په تړاو هر اړخیز بحث کړی.
اکلیل حکیمي چې څو ورځې وړاندې بروکسل ته تللی و، هلته یې له بیلابیلو هېوادونو استازو سره خبرې کړي او څنګه کیدای شي افغان ځواکونو لپاره تجهیز او مرستې راجلب کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments