رادمنش: د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 87 ترهګر وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: رسنیو ته په خبرو کې د ملي دفاع وزارت ویاند مرستیال وویل چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د ترهګرو 87 کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، یاد کسان د افغان امنتي ځواکونو په هوایي او ځمکني بریدونو کې وژل شوي.
نوموړي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکې کې خبرې کولې وویل، له یادې ډلې د ملا حقیار د مرستیال، قاري زبیر په ګډون ۲۹ ترهګر د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په شیخي او غلام سخی ارباب کلیو کې، ۱۹ داعشیان د ننګرهار د ده بالا ولسوالۍ په ګورګوري او قریه پایین سیمو، ۱۹ ترهګر د ارزګان دهراوود ولسوالۍ او د ترینکوټ په شاه منصور سیمه، ۶ ترهګر د غزني د آب بند او اندړو په ولسوالیو، ۵ ترهګر د زابل په دایچوپان ولسوالۍ، ۵ ترهګر د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ او ۴ ترهګر د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش ، زیاته کړه: ” اوس مهال د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په ۹ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۹ تعرضي عملیات روان دي. چې کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۳ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۱۰ هوایي بریدونه شوي دي”.
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۳۹ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، غزني، ارزګان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړې او په ورته وخت کې طالبانو هم د اختر دری ورځې اوربند اعلان کړې او ویلي دي چې په دې دریو ورځو کې به پر امنیتي چارواکو تعرضي عملیات ترسره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments