راتلونکې ولسي جرګه ته نوماند جلال الدین صالحی ووژل شو

comments 0

هندوکش – کابل: تیره ورځ په کابل کې یوې نښتې پر مهال ولسي جرګې ته یو نوماند جلال الدین صالحي ووژل شو.
په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکو وویل چې جلال الدین صالحي د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی او له کابله ولسي جرګې ته کاندید و.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل ولایتي مسؤل، اول الرحمن رودوال پرون ازادي راډیو ته وویل چې د جلال الدین صالحي د قتل په اړه جزئیات به وروسته څرګند شي.
ښاغلي رودوال وویل چې صالحي په مسلحانه برخورد کې وژل شوی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۸مه ترسره کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments