راتلونکې میاشت د لارجوردو دهلیز د پروژې تړون لاسلیک کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د څارنې او انسجام بورډ په شلمه غونډه کې د څو اقتصادي پروژو او د لاجوردو دهلیز په اړه بحث وشو.
دغه ناسته چې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې ترسره شوې وه ناسته کې د امريکا سفير او اروپايي ټولنې استازي په افغانستان کې د فساد په وړاندې پر مبارزې ټينګار ترڅنګ د پروګرامونو تطبيق په ځانګړې توګه د رڼو ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې له افغان حکومت څخه د دوامداره ملاتړ اعلان وکړ.
ياده غونډه کې د بروکسل کنفرانس پر شویو ژمنو او تطبيق، له اداري فساد سره مبارزې، د قضايي او عامه سکتور اصلاح، لومړيتوب لرونکو ملي پروګرامونو، ملکي خدمتونو کې د اصلاحاتو راوستو، کارموندنې، زېربناوو او خصوصي سکتور په اړه بحث وشو. لارجورد لار، افغانستان د ترکمنستان له لارې، له اذربايجان او ګرجستان څخه تور سمندرګي او له ترکيې څخه په تېرېدو، مديترانې سمندرګي او اروپا سره نښلوي بحث ترسره شو.
اکلیل حکیمي د مالیې وزیر وویل چې راتلونکې مياشت کې به د څو نورو اقتصادي پروژو کار هم پيل شي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply