راتلونکی کال د مذاکراتو دی

comments 0

هندوکش – کابل: سولې عالي شورا وايي، راتلونکی کال د سولې د مذاکراتو کال دی او تمه ده چې زیات کار به وشي.
د سولې عالي شورا د درالانشاء رییس وايي، طالبان د افغان حکومت د وړاندیز په موخه په مشورو بوخت دي او تمه ده چې ځواب به یې مثبت وي.
محمد اکرم خپلواک وویل، که طالبان وغواړي په کابل او یا یو بل هېواد کې د مخامخ خبرو لپاره ورته دفتر پرانیزي.
د افغانستان د علماوو شورا بیا وايي، د حکومت له دریځ وروسته اوس د طالبانو لپاره د جګړې پلمه نه ده پاتې .
د علماوو شورا مشر قیام الدین کشاف وايي، که خپلواک وي نو د حکومت وروستي دریځ ته به لبیک ووايي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments