راتلونکي ټاکنې او د حکومت اراده:

comments 0

راتلونکي د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نویو کمشنرانو ټاکنو سره د حکومت اراده ثابته شوه چې ټاکنې کوي او که نه؟

حکومت دا په خپل لومړیتوب کې نیولي چې څنګه کیدای شي راتلونکي ټاکنې سرتاسري او شفافې وکړي چې هم پکې د خلکو ګډون زیات وي او هم یې شفافیت تضمین وي، د دې کار لپآره یې په څو طرحو کار کړی او ترکار لاندې دي.

د ټاکنو په ترسره کولو کې د حکومت دنده مالومه ده چې یواځې امکانات برابروي او نور نو د کمېسیونو کار دی چې څه وخت او څه ډول شفافې او سرتاسري ټاکنې کولای شي.

حکومت د کمېسیونونو لپاره نوي کمشنران په دندو وګمارل او پخواني هغه چې د ۲۰۱۴م کال په ټاکنو کې په درغلۍ او کم کارۍ تورن و، له دندو لیرې کړل، خو بیا هم هغه ډول چې له نویو کمېسیونونو تمه وه، د ټاکنو لپاره کارنده ګامونه وا نه خیستل.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یواځینی کار دا وکړ چې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشت ۱۶مه یې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نیټه اعلان کړه، خو د دې نېټې لپاره یې هیڅ ډول چمتووالی نه و نیولی، همغه و چې ولسمشر د دې کمېسیون رییس له دندې لیرې کړ او پر خای به یې اوس بل کس ګمارل کیږي.

حکومت په کمشنرانو ځکه ملاحظات پیدا کړل چې کمشنرانو تراوسه لومړني کارونه هم نه دي کړي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتووالی پکې ښکاره شي، د کمشنرانو دندې او صلاحیتونه مالوم دي، خو بیا هم له رسنیو سره په خبرو کې حکومت ملامتوي چې ګنې ټاکنې ځنډوي او یا ورته اراده نه لري.

د ټاکنو له کمېسیونونو سره بهرني ډونرانو او ماليي وزارت ناستې کړي، د ټاکنو لپاره بودجه مالومه شوې او د ورکړې ژمنه یې هم شوې ده، دا د حکومت مسوولیت و، حکومت دا کار کړی دی.

د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د حکومت بل کار دا دی چې امنیت یې وساتي، د ټاکنو کمېسیونونو د رای اچونې مرکزونه مالوم کړي چې څومره مرکزونو کې ټاکنې کیږي، له امنیتي ارګانونو سره ناستې شوي او هغوی په ارزول شویو مرکزونو کې د امنیت ډاډ ورکړی، خو بیا هم ځینې کمشنران وایي چې د ټاکنو لپاره لویه ننګونه امنیت دی، حکومت د امنیت په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی، د ټاکنو کمېسیون ته یې حوزې او یا د رای اچونې مرکزونه ښودلې چې ټاکنې پکې ترسره کیدای شي او افغان ځواکونه یې د امنیت ساتلو جوګه دي، نو بیا ولې کمېسیون کار نه کوي چې خپل وروستی راپور له حکومت سره شریک کړي چې ټاکنو ته چمتووالی پکې ښکاره شي.

کمېسیونونه چې په قانون کې خپلواک دي، بیا هم د حکومت خولې ته ناست دي چې په کومه لاړ شي، کومه لار به اسانه او ارزانه وي، حکومت یواځې د بودجې او امنیت مسوولیت لري او دا دواړه کارونه یې کړي دي، نور نو د ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري چې ټاکنې څه ډول کوي.

د کمشنرانو څرګندونو د خلکو ذهنونه مغشوش کړي چې ګنې حکومت د ټاکنو لپاره اراده نه لري او ځینې خو لا داسې فکر کوي چې پارلماني ټاکنې به له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای په ۲۰۱۹م کال کې وشي، داسې نه ده، دا هر څه د ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري او حکومت کمېسیون ته واک او صلاحیت ورکړی او حکومت هیڅ کار پکې نه لري او نه پکې د لاسوهنې حق لري.

د ټاکنو کمېسیون د رییس له دندې د ګوښه کیدو سره سم ځینو دا مسله قومي کړه او ځینو ترې سیاسي ګټه واخیستله، خو دا هر څه دا ډول نه و، دا هر څه د ارادې ښکارندوی وه چې حکومت ژمن دی په راتلونکي اعلان شوې نیټه ټاکنې وکړي اود دې کار لپاره به ټول هغه کمشنران له دندو ګوښه شي چې کم کاري دي.

ممکن ځینې نور کمشنران هم له دندو لیرې شي چې خپله کار نه شي کولای، یا یې وړتیا نه لري او پړه پر حکومت اچوي چې ګنې د ټاکنو لپاره اراده نه لري، حکومت کمېسیونونه د همدې لپاره ګمارلي چې په خپل وخت او اعلان شوې نیټه ټاکنې وکړي او هغه کسان چې په دې برخه کې لټې کوي له دندې به یې لیرې کړي او دا د حکومت مسوولیت دی.

لیکوال : سید عبدالله پاچا

 

Comments

Leave a Reply