یو پاڅون په کار دی/ بهیر ګل

comments 0

زه د افغانستان په یوه لرې پرتې او یوې غریبې کورنۍ کې را لوی شوی یم. زما پلار لا هم دهقاني کوي، او د کورنۍ دروند بار په خپلو اوږو وړي. زه اوسمهال په یوه بهرني هېواد کې زده کړې کوم. غواړم هغه څه چې ما موده کیږي ځوروي له تاسو سره شریک کړم، کېدای شي دا زما په شان د نورو ډېرو درد وي. زموږ تاریخ

د آریانا او کوشاني امپراتوریو را نیولې تر دراني امپراتورۍ له ویاړونو ډک دی. زه پر خپل تاریخ ویاړم، په خپلو نیکونو او پخوانیو چې دا وطن یې څنګه د عزت او برم او شان تر هسکو رسولی وو. خو زه د خپل هېواد پر اوسني حالت لیدو د شرم احساس کوم، چې څنګه پر یوه غریب او د نړۍ له کاروانه لسګونه کلونه وروسته پاتې شوو. موږ د خپلې ماتې او ناکامیو د پټولو لپاره کېدای شو سلګونه دلیلونه راوړو، او ځان پرې قانع کړو.

زه یو جرمنی ټولګیوال لرم. پرون یې د افغانانو په اړه د خپل پلار نظر راته بیان کړ. هغه ویل «چې دا شاوخوا دوه لکه افغانان چې له افغانستانه راوتلي او اروپا کې پناه غواړي، ناامني او له طالب وېره خپل اصلي لامل ګڼي. خو دوی له ۳۰زره طالبانو دلته راتښتي، دوی ولې خپل هېواد لپاره کار نه کوي؟ ولې خپل پوځ کې د خپل وطن لپاره نه جنګیږي؟ زه دلته افغانان ګورم، چې آیفون۷ کاروي، ګرانبیه سپورټي بوټونه په پښو کوي، غوړ کړي سرونه ګرځي، ټول وخت یې پر فشن او موډ تیریږي په داسې حال کې چې زه هره ورځ کار کوم، ځم مالیه ورکوم، چې دا خلک زما پر زحمت ګټلو پیسو عیش وکړي.» زه د خپل ټولګیوال د پلار سره همنظره یم، او دا یو تریخ حقیقت ګڼم. موږ اوس هغه بې‌عزته، شرمېدلي او مفت‌خوره خلک یو، چې تل مو د نورو رحم او جیب ته سترګې نیولې دي. موږ دا فکر ونکړ/نه‌کوو چې د خپل هېواد لپاره وجنګیږو، د خپلې آزادۍ لپاره وجنګیږو، یو افراطي او مریض اقلیت چې د ۳۲میلیوني نفوس یوازې ۱سلنه هم نشي جوړولای ټول ملت په ګرو کې نیولی دی او موږ لا هم ترې تښتو او میدان ورته پرېږدو. دا نو د بې‌غیرتی او شرم نهايي حد دی. زه د افغانستان د روانې غمیزې تر ټولو ستر علت همدا بې‌فکره، له مسوولیته‌تښتېدونکی ځوان نسل بولم. بهر ته تښتي او سل ذلتونه قبلوي خو په خپل هېواد کې د یوه عزتمند او باوقاره ژوند فکر جوړولو کې نه دي. تل یې دولت، بهرنیو مرستو ته سترګې نیولې دي. ویښ شه! موږ که په جنګ کې رالوی او ژوند وکړ، حداقل د خپلو ماشومانو لپاره خو یوه باوقاره راتلونکی په خپل هېواد کې جوړه کړو! راځئ د وطن د آزادۍ لپاره او د یوه متعصب افراطي د دین په نوم جوړو ملیشو په وړاندې د حق آواز پورته کړو، خپل هېواد او ولس وژغورو، ورسره وجنګیږو! د تل لپاره یې له منځه یوسو! د یوه روښانه راتلونکي لپاره بهر ته تر تښتېدلو او سختو سفرونو ګاللو، موقتي آرامۍ حاصلولو پر ځای په خپله سیمه، کلي او هېواد کې سختۍ وګالو! راځئ خپل تاریخ ته وګورو، موږ څوک و؟ ملتونه تاریخونه له سره لیکي موږ یې بیا له سره د ویاړ په کرښو ولیکو! دا وطن نه بهرنیان درته جوړوي او نه جوړیږي، دا د خودي آرادې، عزم او استقامت، د خپل مټ په زور جوړیږي! اوسنیو ملتونو ته وګورئ، بل نه دي جوړ کړي، خپله یې خوارۍ کړې دي.

نور ملتونه د خپلو هېوادونو د قدرت لوړولو، وحدت ساتلو او ظرفیت لوړولو لپاره یو خیالي دښمن جوړوي. زموږ دښمن زموږ کورونو ته راننوزي، راسره په خپل کور کې جنګیږي، خو موږ خپل کور او کلی ورپرېږدو او تښتو، دا موږ نو څنګه خلک یو؟ حتی خپلو ګاونډیو ته مو ونه کتل، چې ترې زده یې کړو، له نشت نه یې ځانونه د هر څه خاوندان کړل، ځینو خو یې موږ داسې وکارولو لکه تشناب کاغذ. له ایرانه زده کړی، چې له عراق سره جنګ کې له امریکا څخه حتی د نظام ضد خلک یې راغلل، سنګرونو ته لاړل او د خپل هېواد لپاره وجنګېدل.

یو عمومي پاڅون په کار دی، د روسانو پر خلاف جګړه کې مو له هر کوره تلفات ورکړل، یو ځل بیا ضرورت دی، چې د دې اقلیت په وړاندې په ودرېدلو سره خپل ورور، پلار، کلیوال، هر څوک چې افراطي دیني افکار لري، ووژنو، وشړو، او ځای ورنکړو.

Comments

Leave a Reply