ولسمشر محد اشرف غنی د ځانګړو علمیاتو فرقه په قول اردو ارتقأ ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تمه کیږی چې د ځانګړوعملیاتو د فرقې په قول اردو بدلولو سره ، د جګړې په ډګرونو کې یو لړ مثبت بدلونونه راځي.
د ولسمشر د د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته وویل :« ولسمشر اشرف غنی په دغه د امنیتي بنسټونو مسؤلینو او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن پحضور کې، د ځانګړو عملیاتو فرقې قول اردو ته ارتقا ورکړه او بسم الله وزیري د دغې قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی».
ویل کيږی چې د ځانګړو ځواکونو شمېر به دوه چنده لوړوي.
له بلې خوا د دفاع وزارت وايي چې ۸۰ تر ۹۰ سلنه د شپې عملیات د ځانګړو ځواکونو له خوا تر سره کېږي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply