ذبیح الله مجاهد: روژه کې جګړې ته پای تکې نږدو!

comments 0

طالبانو د روژې میاشتې په لمړي ورځ کی د خوست ولایت ۲۴ تنه عام وګړي مړه او تپیان کړي دي.
هندوکش-کابل: طالبانو په خپور شوي خپرپاڼه کې ویلي دي چې «روژې که زمونږ پلان کې هیڅ ډول تغیرات راغلي نه دي او دغې میاشتې کې د حکومت پر وړاندې خپل نظامي عملیاتو ته ادامه ورکوو».
دا په داسې حال کې ده چې علماو، د مسجد خطیبانو، متنفذینو او سیاسې څیرو د روژې مبارکې میاشت په تړاو طالبانو ته ویلي ول چې دغې مبارکې میاشتې کې له جګړې لاس پورته واخلي او دولت سره اوربند وکړي.
طالبانو د روژې میاشتې په لمړي ورځ د خوست ولایت مرکزي سیمي ته اړوند انتحاري عمل ترسره کړ چې له امله یې ۱۸ تنه مړه او شپږ تنه د دوو ماشومان په ګدون تپیان شوي ول.

Comments

Leave a Reply