د ‌‌‌‌‌‌ غایطه موادو تور رنګ څه معنی لري؟

comments 0

ولې ‌‌‌‌‌‌او کله مو ډکې متیازې تور رنګ غوره کوي؟
‎تشخیص،تداوي او مخنیوی یې څنګه وکړو؟
Melena یا د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو تور رنګ
#‌‌‌‌‌‌ډاکټرنویدخپلواک
‎د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو تور رنګ د هاضمي سیسټم نه د وینې بهیدينې نښه ده،وینه په خپل ترکیب کې د ګلوبین او اوسپنه لري کله چې وینه له خپل جریان نه منرفه او له د وینې له رګه بهر راوځي نو د څو ساعتونو په دوران کې دغه ګلوبین او اوسپنه د وینې له حجرو جلا کیږي او په غذایې موادو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډیږي کله چې په بشپړه توګه اوسپنه په ‌‌‌‌‌‌ډکو کتیازو کې مخلوط شي نو تور رنګ ورکوي.
‎ددغې ناروغۍ نښې نښانې کومې دي؟
‎1-د وینې کموالی
‎2-د فشار ټیټیدل
‎3-ستړیا،خستګي،او د اشتها له لاسه ورکول
‎4-د معدې او کولمو دردونه دغه دردونه د ‌‌‌‌‌‌ډو‌ؤۍ له خوراک سره ‌‌‌‌‌‌ډیریږي
‎5-د خیټې بادونه او دردونه
‎6-دوامداره قبضیت
‎7-په ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو کې د تور رنګ ترڅنګ د قف یا ځګ مشاهده کول
‎8-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو بد بوی
‎9-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو سریښناکه حالت
‎10-د وینې لحته شوې ټوټې په ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو کې لیدل کیدل
‎ددغې ناروغۍ اصلي علتونه څه دي؟
‎1-د مرۍ زخم
‎2-د معدې زخم
‎3- د آمیب او جار‌‌‌‌‌‌ډیا پرازیت
‎4-په کولمو کې د چینجیو په تیره د کدودانه چینجي موجودیت.
‎5-د اثنا عشر زخم
‎6-د سترو او کوچنیو کولمو زخمونه
‎یا په ټوله کې د خاضمي سیستم په مختلفو ساحو کې تخریش یا زخمونه او ترې د ویمې بهیدل ددې ناروغۍ له اسبابو شمیرل کیږي.
‎ددې ترڅنګ ځینې درمل لکه warfarin
‎ د ‌‌‌‌‌ډکو متیازو د تور زنګ سبب ګرځي.
‎همدارنګه د وینې غیر نورمال غلظت یا ټینګوالی یا thrombocytopenia هم د ملینا سبب ګرځي.

‎ څنګه کولی شو دغه ناروغي تشخیص کړو؟
‎لاندې معاینې یې د تشخیص په پار باید وکړی شي.
‎1-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو مایکروسکوپي
‎2-اند‌وسکوپي
‎3-کولونسکوپي
‎4-کپسول اندسکوپي
‎درملنه:
‎د درملني لپاره باید د وینې بهیدینې اصلي علت معلوم او تداوي کړی شي. د بیلګې په ‌‌‌‌‌‌ډول که چرته یو ناروغ د معدې زخم لري نو لمړی باید د معدې. د زخم عوامل وڅیړل شي علت یې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه او بیایې درملنه وشي

Comments