د ۵ چاودنو مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، د دولت وسله والو مخالفینو د کندهار ښار شپږمې ناحيې اړوند د سپين زيارت، د ژړۍ په سنځري او د میوند د عقدې په نوم سيمه کې د وسله والو خښ کړل شوې پنځه کړۍ ماينونه، چي د بريدونو لپاره چمتو شوي وو کشف او شنډ کړي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دراني وايي، چي وسله والو دغه ماینونه اکثره پر لويو لارو ځای پر ځای کړې و او په شنډیدو سره یې د زیاتو ملکي وګړو د وژنې مخه نیول شوې.
پولیسو له خلکو غوښتنه کړې چې د ماینونو د لیدو پرمهال پولیسو ته خبر ورکړي چې د چاودنې مخه یې ونیسي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه بللې.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply