د ۴۹ تازه پېښو په ثبت سره د کرونا ناروغان شمېر ۷۱۴ ته ورسیده

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د ۴۹ تازه پېښو په ثبت سره په ټول افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ کسانو ته لوړ شو.
دغه وزارت نن رسنیو ته په ور کړل شویو معلوماتو کې ویلي چې دې دمه پر کرونا ویروس ۴۰ اخته کسان رغیدلي او ۲۳ تنه مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت یو ځل بیا هم د افغانستان له خلکو غوښتي چې ټولنیز واټن په پام کې ونیسي بې له ضرورته دې له کورونو نه راوځي او په جدي ډول دې ولایاتو ته له تګ را تګ ډډه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments