د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ تدارکاتي پروژې منظور شول

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په چهار چنار ماڼۍ کې د۱۲ تدارکاتي مواردو د ارزولو په پایله کې د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ مورده منظور کړل. د ټرانسپورټ وزارت اړوند له دشت قلعه څخه تر خواجه بهاوالدین پورې د ولسوالۍ سرک جوړولو او د آی خانم بندر مسیر (ماورای کوکچه) د ۲۲.۷ کیلومتراوږد سرک پخولو پروژې تړون او د لوړو زده کړو وزارت اړوند د نوري فایبر له لارې د لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو لپاره د انټرنټ باندویت برابرولو تړون د ورکړې منظورۍ غوښتنه ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.

ملي تدارکاتو کمېسیون د افغانستان برېښنا شرکت د فني کارکوونکو، صفاکارانو، چلوونکو او امنیتي ساتونکو لپاره د پسرلنۍ او ژمنۍ البسې د تهیې او تدارک پروژې د تړون د ورکړې منظورۍ غوښتنه له هغه داوطلب سره چې زیاتې کارکوونکې یې ښځینه دي، منظور کړ. جمهوررئیس غني د افغانستان برېښنا شرکت دا اقدام وستایه او یو نېک ګام یې وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت د داخلي تولیداتو ملاتړ ته ژمن دی.

د جمهوري ریاست د ملي انکشاف د عملیاتي او حمایوي ادارې اړوند د ساختماني، برېښنا، اوبو رسولو، کانالیزاسیون او تهویې اړوند د صکوک مطبعې پروژې د تړون د ورکړې منظورۍ غوښتنه ملي تدارکاتو کمېسیون په پرنسیپ کې منظور کړه. اما د بهرنیو چارو وزارت اړوند دیپلوماتیک ارشیف ودانۍ د بیارغاونې او نوي کولو پروژې تړون د ورکړې د منظورۍ غوښتنه کمېسیون رد کړه او تصمیم ونیول شو چې د دې پروژې د تدارکاتو پروسه د مقیدې داوطلبۍ په بڼه دوباره پیل شي.

د ۱۳۹۸مالي کال له بابته سعودي عربستان ته د هوا له لارې د(۳۰۳۵۰) تنه افغان حاجیانو د تګ راتګ د تړون د ورکړې د منظورۍ غوښتنه کمېسیون بېرته ور وګرځوله.  د غزني ولایت د مس او طلای زرکشان کان داوطلبۍ پروسې د فسخې غوښتنې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت وړاندیز  او د افغانستان د لېتیم زېرمو د مقدماتي سروې تړون د تعدیل غوښتنه هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.

په همدې ترتیب د ټرانسپورټ وزارت اړوند د لغمان د مهترلام بابا د ۴.۸ کیلومتر  اوږد حلقوي سرک جوړولو پروژې تړون (د بیې له زیاتوالي پرته د مودې غځول) د تعدیل غوښتنه منظور شوه او ملي تدارکاتو کمېسیون مالیې وزارت څخه د اضافي بودجې غوښتنه رد کړه. ملي تدارکاتو ادارې د نړیوال سوداګریز سازمان دولتي تدارکاتو توافقنامې سره د افغانستان د یوځای کېدو د مذاکراتو طرزالعمل منظورۍ غوښتنه د ملي تدارکاتو ادارې غونډې ته وړاندې او کمېسیون منظور کړه.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments