د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو

comments 0

هندوکش – کابل: ارګ ماڼی وایي د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون له غرمې مخکې د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د ارګ ماڼی په وینا، د غونډې په ترڅ کې د غزني، میدان وردګو، بلخ، فراه او جوزجان ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د دښمن د دسیسو د دفع کولو لپاره یې د یادو ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو ته لازمي لارښوونې وشوې.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه غونډه کې لومړی د محرم په ورځو کې د امنیت په ټینګښټ کې د امنیتي ځواکونو هر اړخیزو هڅو او د خلکو له همکاریو قدرداني وشوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هېواد جمهوررئیس او د وسله‌والو ځواکونو اعلي سرقومندان د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۳۳ ولایتونو د ملکي، او نظامي مسوولانو سره خبرې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د ارګ ماڼی له مخې، غونډې د ۳۳ ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولانو مشکلاتو او وړاندیزونو ته د رسیدنې په موخه اړوندو مسوولانو ته د اساسي اقداماتو د کولو لارښوونه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي ”غونډې د غزني، میدان وردګ، بلخ فراه او جوزجان ولایتونو امنیتي وضعیت و وارزاوه او د دښمن د دسیسو د دفع کولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې. “
سپوږمۍ پوپلزۍ
سرچینه: خبریال

Comments