هندوکش – کندز : د کندز امنیه قوماندانې راپور ورکوي چې اوه کلنې انجلۍ سره جنسي تیرې په تور درې تنه نیول شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان حمید حميدي وويل، د اوه کلنې انجلې مړې چې شدې یې خرڅول له سینډه پیدا کړې دې.
ښاغلي حميدي وويل: د غبرګولي په اولسمه دغه انجلي لادرکه شوی وه چې له دریو ورځو وروسته مړې چې سیند ته اچول شوې وه پیدا شو.
حميدي زياته کړه، د عدلې طب آزموینې وروسته په داګه شوه چې لومړې دغې اوه کلنې انجلې سره جنسي تیري شوی او له هغه وروسته وژل شوې ده.
د پیښې په تړاو کندز پولیسو دری تنه نیولي چې دوو يې په خپل جرم اعتراف کړې دې.
له بلې خوا، د انجلې پلار بیا له حکومته غواړي چې د پیښې عاملین باید ژړ تر ژړه مجازات شي.
ننګیالې کوهنورد
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.