د یوناما مرستیاله ولسمشر غني سره د کډوالۍ پر ستونزو وغږیده

comments 0

هندوکش ـ کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یو یوناما مرستیالې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کډوالۍ پر ستونزه خبرې وکړې.
یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: د یوناما مرستیالې میتي کنودسین (Mette Knudsen) د طالبانو روانو جګړو پر موضوع هم بحث وکړ چې ګڼ کسان یې له یوې سیمې بلې ته کډې کولو ته مجبوره کړي دي.
یوناما په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو د روانو جګړو د ختمېدو او د مذاکرو له لارې د پخلاینې غوښتنه ترې وکړه.
نن د کډوالو نړیواله ورځ ده او د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، شااوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان د نړۍ په اویا هېوادونو کې د کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.
بلخوا تېره ورځ د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وویل، چې شااوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان د نړۍ په اویا هېوادونو کې د کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.
ایران او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر ټولو زیات یې افغاناتو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
نور شااوخوا څلور نیم میلیونه افغانان هم په افغانستان کې دننه د طالبانو جګړو له امله له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
یوه هم شاه ګله ده چې د کندهار ولایت له میوند ولسوالۍ څخه د وسلوالو طالبانو جګړو له امله خپل کور پرېښودو ته مجبوره شوې ده.
نوموړې وايي: “هم مې پلار مړ دی او هم مې سړی ‘مېړه’ مړ دی. د طالبانو جګړو له امله مې خپل کوره خالي لاس په دوو پښو راوتلي یو، دغلته په اډه کې ګرځم که کوم کار راته پیدا شي ښه که نه یوه مسلمان ته پلو نیسم چې خیر راکړي ځکه ټول یتیمان را له غاړې دي.”
غلام حضرت چې په دې وروستیو کې د بغلان ولایت په تاله وبرفک ولسوالۍ کې د د طالبانو روانو جګړو له امله له خپلې اصلي مېنې بې ځایه شوی وایي، هرڅه ورڅخه پاتې دي.
دی وايي: “د خلکو د کرکیلي او کرنې وخت دی، غنم لو ته رسیدلي، کچالو باید راټول شي او د شولو د دوهم فصل وخت دی. د طالبانو جګړو له امله خلکو هرڅه پریښي او تښتیدلي. که فصلونه مو، غنم او کچالو له منځه لاړ شي او حاصلات یې راټول نه کړو په ستر مصیبت کې به ولوېږو.”
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند او کمېشنر شکرالله مشکور وایي، په افغانستان کې طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره په هېواد کې دننه د بې ځایه شوېو شمېر هم مخ په زیاتیدو دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments