د ګیان عملیاتو کې ۱۲ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: سویل ختیځ کې د پوځ مسوولین وايي، د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د پنځه ورځنیو عملیاتو پر مهال دولس وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ملي اردو د دویمې پلې لېوا قوماندان رحم دل حیدرزی وايي، دا عملیات یې په ګیان کې د افغان ځواکونو پوستو د ملاتړ او د ارګون د لارې د پاکولو په موخه پیل کړي وو.
عملیات په هغو سیمو کې شوي چې طالبانو به له خلکو په زور عشر غوښته او سړکونو ته به د غلا او لارې شکولو لپاره راوتل.
ځايي مسوولین وایي، له دې عملیاتو سره اوس په سیمه کې وضعیت یو څه ښه شوی دی.
عبدالله اڅکزۍ

Comments

Leave a Reply